اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د بلوچستان اولس به په صوبه كښې د روانو لويو لويو پروژو څخه استفاده وكړي۔ ده دا خبره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ غړي محمود ??ان اچكزي سره د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د خبرو په مهال وكړه۔ وزيراعظم ووئ??ل چې زمونږ د اجتماعي هڅو په نتيجه كښې بلوچستان مستحكم او پرامن دے۔ ده د هېواد ټولو برخو ??ه وده وركولو لپاره د حكومتي اېجنډې پخلې وكړو۔ په ملاقات كښې په مجموعي قومي چارو او سياسي معاملو خبرې وشوې٬ په ملاقات كښې د بلوچستان په اړه په پرمختيائي پروژو هم خبرې وشوې۔
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ