اسلام آباد 17 جنوري(اے پي پي) د 25م آئيني بدلون په اړه قامي اسمبلۍ كښې د پارلماني لارښودو مشاورتي غونډه د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې شوې ده ۔د غونډې مشري د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كوله۔په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سيد ??ورشيد ??حمد شاه٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د قانون وزير زاهد حامد٬د وزيراعظم صلاحكار بېرسټر ظفرالله خان٬د جے يو آئي(ف)مشر مولانا فضل الرحمان٬شاه محمود قرېشي٬ډاكټر فاروق ستار٬شېخ صلاح الدين٬شيرں مزاري٬آفتاب احمد خان شېرپاؤ او د صاحبزاده طارق الله پشمول نورو ګډون وكړو۔غونډه ان كيمره وشوه خو د غونډې نه پس ټولو لارښودو د مېډيا سره مختصرې خبرې وكړې۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل په غونډه كښې د حكومت څخه ځينې وضاحتونه غوښتلې شوې د كومې به چې د حكومت د اړخه راروانه غونډه كښې ځ??اب وركولې شي۔ده ووئيل په غونډه كښې ټولو لارښودو خبرې كړي۔سيد ??ورشيد ??حمد شاه ووئيل د پوځي عدالتونو موده پراخا كولو مسئله د كوم حكومت يا مخالفې ډلې مسئله نه ده دا د رياست مسئله ده۔مخالفې ډلې د حكومت څخه ځينې پوښتنې كړي د كومو ځ??اب به چې د 31 جنورۍ غونډې په مهال وركولې شي۔مولانا فضل الرحمان ووئيل په غونډه كښې مونږ خپل نكته نظر وړاندې كړې٬د وزيراعظم صلاحكار بېرسټر ظفرالله ووئيل تر څو چې د ټولو ګوندونو اتفاق نه وي راغلې تر هغه وخته څه هم نه شي كېدې٬مونږ ټول پارلماني لارښودو له تفصيلي بريفنګ وركړې ځكه چې بريفنګ وركول د حكومت كار دے او پوښتنې كول د مخالفې دلې كار دے خو ټول ګوندونه او?? پھ دې خبره صلاح دي چې په دې مسئله ب?? سياست نه كيږي ۔شاه محمود قرېشي ووئيل د قانون وزير او د خزانې وزير هم غونډه كښې موجود وو هغوي لوظ كړې چې راروانه غونډه كښې به د ټولو پوښتنو ځ??اب وركولې شي۔ده ووئيل قام د ضرب عضب عملياتو اعتراف كوي
د 25م آئيني بدلون په اړه قامي اسمبلۍ كښې د پارلماني لارښودو مشاورتي غونډه
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر