اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او ډپټي سپيكر زاهد اكرم دراني د آزاد جمو كشمير 75 مې تاسيس ورځې په اړه د آزاد جمو كشمير حكومت او اولس ته مباركي وركړې۔د ګل په ورځ په خپل پیغام كښې دوي ووئيل 75 كاله وړاندې په ننۍ ورځ د كشمير اولس د هلو ځلو آزادۍ د لارې د آزاد جمو كشمير رياست بنياد تيګه اېښودې وه ۔د آزاد جمو كشمير رياست بنياد د دې خبرې ثبوت دے چې كشميرے اولس د هند تسلط څخه آزادي غواړي۔د جمو كشمير د آزادۍ سفر نن هم روان دے ۔ دوي ووئېل كشميري اولس د خپل حق خود اراديت لپاره بې مثاله قربانۍ وركړي۔ډپټي سپيكر ووئيل د هند حكومت رياستي ترهه ګري د كشميريانو عزم ته ماتې نشي وركولې۔د پاكستان حكومت او پارليمان تل د كشمير مقدمه په هر فورم په انداز وړاندې كړی۔په منطقه كښې د پائيدار امن لپاره د كشمير مسئله د كشميريانو د اولس د هيلو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل ضروري دے ۔ ده ووئېل پاكستان به د كشميري اولس د نړۍ په هر فورم د كشمير مسئلې حل له سفارتي٬اخلاقي او سياسي مرسته روانه ساتي
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او ډپټي سپيكر زاهد اكرم دراني د آزاد جمو كشمير 75 مې تاسيس ورځې په اړه د آزاد جمو كشمير حكومت او اولس له مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری