اسلام آباد 16 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د رسالت ناموس زمونږ د ايمان برخه ده٬توهين كوونكې د اسلام دښمنان نه د انسانيت هم دښمنان دي٬ ككړ كسان به خپل انجام ته رسولې ??ي٬د فېس بك انتظاميې كه پھ درې څلورو ورځو كښې مرسته ونه كړه نو سخت ګامونه به پورته كوو٬د اېم كيو اېم مشر په ضد د هېټ كرائم او مني لانډرنګ پھ اړھ دوه نور خواستونه وركولې ??ي٬د الطاف حسېن معامله انټرفول ته لېږلې ??وې او دا به منطقي انجام ته ضرور رسولې ??ي٬د ډان ليكس په اړه قائمه كمېټۍ تر دې دمه راپور داخله وزارت ته نه دې جمع كړې٬مېچ فېكس كول جرم دے او په دې كښې د ككړو كسانو په ضد اېف آئي آر بايد درج كړې ش??۔د?? د زيارت په ورځ د وګړو اسانيو مركز پرانستې څخه وروستو خبريالانو سره خبرې كولې۔وفاقي وزير ووئيل ناموس رسالت زمونږ د ايمان برخه ده٬توهين كوونكې د اسلام دښمنان نه د انسانيت هم دښمنان دي۔د دې لوي جرم په ضد ټول قام يو موټے دے او داسې كسانو ته سزا وركولو له به تر آخري حده ځو۔ده ووئيل د توهين رسالت مسئله يوازې د پاكستان نه بلكې نړيواله مسئله جوړه شوې او په دې به قانوني مشاورت كولې ??ي٬امريكائي حكومت څخه هم په دې لړ كښې سفارتي مرسته غوښتې شوې ده ۔چوهدري نثار ووئېل امريكا كښې د پاكستان سفير ته وئېلي شوي چې يو افسر داسې وټاكي چې هغه هره ورځ د فېس بك او ټويټر انتظاميې او اېف آئي اے او پي ټي اے سره پھ دې حقله ??ما?? نيس??۔د?? ووئيل په دې معامله ما اېف آئي اے ته وئېلي دي چې يو ليګل كونسل تجويز كړي دغسې چې دا معامله په قانوني ت??ګه هم په نړيواله كچه پورته كړی شي۔داخله وزير ووئيل په دې معامله ټول قام يو موټې دے او په دې كښې ككړ كسان به خپل انجام ته رسولې ??ي ۔داخله وزير ووئيل تر كومې چې فېس بك او ټويټر انتظاميه زمونږ مرسته ونه كړي د موادو اپ لوډ كولو ته رسنه ممكنه نه ده خو بيا هم پاكستان څخه چې دا مواد كومو كسانو اپ لوډ كړي په دې كښې 11 كسان نيولې ??وي او اېف آئي اے ترې څخه پلټنې كو??۔د?? ووئيل څو مياشتې وړاندې پھ فېس بك د كے پي كے ګورنر ظفر اقبال جهګړا او د چيف جسټس تصوير لګولې ??وې ؤ نو مونږ امريكې سره ??ما?? ونيولو او په دې فېس بك معذرت وكړو۔داخله وزير ووئي?? د ??زيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم پھ دې اړه خبر كړې شوې چې هغه ټولو اسلامي هېوادونو سره ??ما?? ونيسي۔داخله وزير ووئيل زه پوښتنه كوم چې دا د رائے آزاده څرګندونه ده كه زموڼږه د مقدسو هستو په ضد تر ټولو پريوتې حركت٬كوم هم مسلمان د مقدسو هستو په سپكاوي مشتملې ??فحې نشي كتلې ۔د دې كبله پھ توهين رسالت به د ټولې نړۍ مسلمانانو له يو موټې كېدل و??۔د?? ووئيل ډېر بلاګز بند كړې شوي او د پي ټي اے د لارې سروس پرووائيډرز ته سخت امر شوي چې په كوم بې ګناه تورنه ونه لګوي۔چوهدري نثار علي خان ووئيل د عمران فاروق وژنې كيس كښې چې څوك دلته پلټنې كوي هغه به برتانيې ته ولېږو او هلته به د موجودو كسانو نه تپوس پوښتنه كو??۔د?? ووئيل مېچ فيكسنګ د كرپشن په دائره كښې راځي او بائد د ككړو كسانو په ضد اېف آئي ار درج كړی شي۔د ډان ليكس پھ اړه د پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئي?? د ??ر كار ذمه واري د داخله وزارت نه وي٬زما چې كومه ذمه واري لګولې ??وې وه ما پھ 14 ورځو كښې راپور جمع كړی۔په ډان ليكس حكومت كمېټي جوړه كړې او داخله وزارت د دغې نوټيفيكشن جاري كړی دې ۔
د رسالت ناموس زمونږ د ايمان برخه ده٬ سپكاوي كوونكې د اسلام دښمنان نه د انسانيت هم دښمنان دي
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل