اسلام آباد۔ 16 جون (اے پی پی)د داخله وزير چوهدري نثار علي خان داخله وزارت ته د نوې قاعدو او ضابطو ترمخه ?? خواست كوؤنكو ټولو آئي اېن جي اوز حتمي رجسټرېشن عمل راروانه مياشت كښې ??ه هر صورت د بشپړ كولو هدايت كړی۔ د نوې نظام ترمخه ?? آئي اېن جي اوز رجسټرېشن عمل بشپړ كېدل يو مهم سنګ ميل دے چ?? ورسره به د پاكستان سلامتيا لپاره يو مهم نظام سپېځلې شي۔ دا خبره ده د دجمعې په ورځ داخله وزارت كښې د آئي اېن جي اوز رجسټرېشن په اړه د پېش رفت جاج اخستلو له د لوړې كچې يوې غونډې مشري كولو په مهال خپله وېنا كښې وكړه۔ غونډ?? كښې داخله سېكتر ٬ اېډوكېټ جنرل ٬ د نادرا چيئرمېن ٬ د داخله وزارت او د نادرا مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ داخله وزير ووئيل پخوا چې آئي اېن جي اوز د كومو مقصدونو لپاره كارولې شوې او دې عمل پلو هېڅ پاملرنه نه وه شوې نو د?? سره د آئي اېن جي اوز مقام ته زيان ورسېد بلكې د حكومت او دې ادارو ترمينځھ باور هم پاتې نه شو چې ورسره يو شمېر غلط فهمۍ رامخې ته شوې۔ داخله وزير هدايت وكړو چې د نادرا په مرسته دے آئي اېن جي اوز ونګ لا فعاله او متحركه جوړه كړې شي او د وزارت او د دې ادارو ترمينځھ رابطې دې كمپيوټرائزډ كړې شي دغسې چې آئي اېن جي اوز سره اړوند چارې په لږ نه لږ وخت كښې پايې ته ورسولې شي او د سرې فيتې بېخي خاتمه وكړې شي۔ غونډې ته ووئيلې شو چې تر دې دمه د 66 نړيوالو اېن جي اوز باقاعده منظوري وركړې شوې او د نورو خواستونو جاج اخستلې شي۔ غونډ?? كښې د نورو 4 آئي اېن جي اوز منظوري وركړې شوه او لسو ته د رجسټرېشن اجازه نه وركولو پرېكړه وكړې شوه۔ دغسې د نورو 36 آئی اېن جی اوز په اړه پرېكړه كېدل پاتې دي كومه به چې راروانه مياشت كښې كولې شي۔ غونډ?? كښې دا هم پرېكړه وكړې شوه چې كومې آئی اېن جی اوز کار كولو څخه منع كړې شوي هغې ته دې د 3 مياشتو رعايتي موده وركړې شي دغسې چې هغه خپلې روانې منصوبې بشپړ كړې شي
د نوې نظام ترمخه د آئي اېن جي اوز رجسټرېشن عمل بشپړ كېدل يو مهم سنګ ميل دے۔ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کڑک