اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي روس د سيمي مهم هېواد دے، روس سره زمونږ دوه اړخيزه اړيكو يو نوے اړخ اختيار كړے۔ د نهي په ورځ د روس خارجه وزير سرګئ لاروف د پاكستان دوري په اړه مهم ويډيو بيان كښې خارجه وزير ووئيل د روس خارجه وزير سرګئ لاروف نن پاكستان ته راځي۔ دا د روس د خارجه وزير 9 كاله پس د پاكستان دوره ده ۔ دا يو قيقت دے چې روس د سيمي مهم هېواد دے ۔ده ووئيل زمونږ دوه اړخيزه اړيكو كښې ښه والي رامخي ته شوے ۔مونږ د يو بل سره د مرستي اراده لرو۔مونږ ګورو چې زمونږ معاشي او دفاعي اړيكي په څه ډول مخ په وړاندې تللي شي۔ده ووئيل نارتھ ساؤتھ ګيس پائپ لائن منصوبه دواړه هېوادونه مخ په وړاندې بوتلل غواړي۔دلته چې كله هم د اوړو بحران راپيدا شوے نو روس زمونږ په وخت مرسته كړې دغسې د اوړو بيعه بيا مستحكم شوې ۔ د روس خارجه وزير سره دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو لپاره به خبرې اترې كوو۔۔ده ووئېل پاكستان او روس په ګډه افغان امن عمل كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د روس خارجه وزير د ډيلي دورې نه پس راځي او هند سره روس ښې اړيكي لري،روس هند په افغانستان كښې امن لپاره مثبت كردار ترسره كولو ته راضي كولے شي۔ په دې خوشحاله يم چې د روس خارجه وزير پاكستان ته راځي د هغه هركلي له به هوائي ميدان ته ورځم
روس د منطقې مهم هېواد دے، روس سره زمونږ دوه اړخيزه اړيكو يو نوے رخ اختيار كړے ، خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری