اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي به نن ﴿د نهې ورځ﴾ په نيويارك كښې تر ټولو مصروفه ورځ تېروي. خارجه وزير به نن د نهې په ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 76مې غونډې د پرانستې په ناسته كښې ګډون كوي، هغه به په نيويارك كښې په كونسل آن فارن ريليشېنز د پاكستان او امريكې اړيكو او د سيمه ايز امن او استحكام په اړه وېنا كوي كومه به چې نېغ په نېغه خپرولې شي. خارجه وزيړ به په نيويارك كښې د ډي اېټ په وزارتي غونډه كښې ګډون كوي او غونډې ته به وېنا كوي. هغه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په موقع د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره ملاقاتونه كوي. په دې ملاقاتونو كښې به په دوه اړخيزه اړيكو، د شريٍكې خوښې په څانګو كښې د مرستې په وده او په سيمه ايز امن او سلامتيا خبرې كولې شي. خارجه وزير به په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو ځائي او نړيواله مېډيا د پاكستان د نظر څخه خبروي.
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي به نن ﴿د نهې ورځ﴾ په نيويارك كښې تر ټولو مصروفه ورځ تېروي
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil