اسلام آباد 15نومبر (اے پي پي) د خارجه چارو لپاره د قومي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه به د شورو په ورځ كېږي۔ د قومي اسمبلۍ سيكرټريټ له مخې د خارجه چارو لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه به خارجه وزارت جمشيد ماركر هال كښې كېږي۔د غونډې مشري به د قومي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه كوي۔په غونډه كښې به د خارجه وزير نه علاوه د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي ګډون كوي۔په غونډه كښې به په 7 او 8 اكتوبر د شوې غونډو د منټس توثيق نه علاوه د كمېټۍ په سفارشات د عملدرآمد جاج اخستلې شي۔په غونډه كښې به د افغانستان اوسني صورتحال سره سره په افغانستان كښې استحكام راوستلو لپاره د نړيوالې ورورولۍ په كردار هم غور كولې شي۔د قومي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ په غونډه كښې به په هند كښې د مسلمانانو په ضد د كركې وړ جرمونو او د تشدد زياتې شوې پېښې په ډاګه كولو لپاره د پاكستان د كردار هم جاج اخستلې شي۔
د خارجه چارو لپاره د قومي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه به د شورو په ورځ كېږي، د افغانستان په صورتحال او هند كښې په مسلمانانو د تشدد پېښو جاج به اخستلې شي
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا