اسلام آباد 23 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي قائداعظم محمد علی جناح د خپلو هلو ځلو په مهال د قانون لمن د لاس نه وه وركړې٬ د قانون په ??اقت مخالفينو ته ماتې وركړے كېدې شي ٬ پاك سياست د ھغه لوې طاقت ٶ٬ ځوانان بايد د ھغه د كردار نه لارښودنه ترلاسه كړي ۔اولس مشر د شورو په ورځ د قائد سالګرې دس??ورو په لړ كښې په ??يوان صدر كښې د عكسونو نندارتون دس??ورې ته وېنا كوله۔ده ووئيل ژوندي قامونه د خپلو مشرانو د افكارو ژوندو ساتلو له هڅې كوي او هم دا وجه ده چې د قائداعظم د زېږدنې جشن په لړ كښې د دس??ورو په مناسبت د قائد د عكسونو٬ پېنټنګز ٬دستاوېزات او د ھغه په ??قله د ليكلې شويو كتابونو نندارتون مونږ ته او په ??اص توګه ځوانانو ته دا ښودنه كوي چې زمونږ مشران څنګه ٶ او د ھغوې د كار انداز څنګه ٶ او ھغوې د كومو ستونزو سره د مخ كېدو باوجود پاكستان جوړېده ممكن كړې وٶ۔ده ووئيل ځوانان دې په ??وسني حكومت ??اور وكړي او د پرمختګ په ??مل كښې دې دحكومت ملګرتيا وكړې ۔ده ووئيل د حكومت پېل كړې شوې پروژې په ??اص توګه پاك چين اقتصادي لاره بشپړېدو سره به هېواد پرمختګ وكړي٬ نوي كارخانې به ولګولې شي او د روزګار موقعې به راپېدا شي۔اولس مشر د پاك چين اقتصادي لارې پروژه د روانې پېړۍ يادګار وګرځولو ٬ده ووئيل دې پروژې سره به د هېواد تقدير بدل شي۔ده ووئيل د توان یروژو بشپړېدو سره به تر كال 2018 د برېښنا لوډشېډنګ ختم كړے شي۔اولس مشر په ځوانانو زور رواړو چې ھغوي د بدعنوانۍ په ??د جهاد كښې شامل شي دغسې چې د دې لعنت خاتمه وكړې شي ۔ده د انجونو په ??عليم خاص زور رواړلو سره ووئيل د ودانۍ نيمه برخه په مېرمنو مشتمله ده كه چرته دوي هم په فعاله ورك فورس كښې شامل كړې ??ي نو د هېواد پرمختګ به ګړندې شي ۔په ??ې موقع د كابينه ډويژن سېكتر راجه حسن عباس د قائداعظم عكسونه ، دس??اویزات او د ھغه په ??قله د ليكلي شويو كتابونو د نندارتون په ??ړه ګډون كوٶنكي خبره كړه ۔دې څخه ورستو اولس مشر د نندارتون په ??اضابطه توګه پرانسته او د قائد ناوياته عكسونه ٬دستاوېزات او خطونو په لړ كښې د ليكلي شويو كتابونو مشاهده هم وكړه۔۔
قائداعظم محمد علی جناح د خپلو هلو ځلو په مهال د قانون لمن د لاس نه وه وركړې ۔ د اولس مشر ممنون حسېن د قائد سالګرې دستورو په لړ كښې د عكسونو نندارتون دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا