چلاس 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ديامربھاشا بند جوړېدو سره به ګل??ت بلتستان په خاص توګه چېلاس كښې د پرمختګ نوے دور پېل شي، حکومت د ګل??ت بلتستان پشمول لرې پرتو سيمو كښې د اولس پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي۔ وزيراعظم عمران خان د دې خيالاتو د شورو په ورځ د ګل??ت بلتستان دورې په مهال اولسي غوندې ته خپله وېنا كښې وكړه۔وزيراعظم وو??يل د پن برېښنا پېداوار سره به نه يوازې په ماحول منفي اثرات نه كېږي بلكې هېواد كښې به ارزانه ب??ېښنا پېدا كېږي٬ د دې منصوبو بشپړېدو سره به د ملازمتونو نوې مو??عې رامخې ته شي۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل ھغه قامونه پرمختګ كوي څوك چې د مخ په وړاندې تګ فكر لري٬ سختې پرېكړې كوي٬ اولسي صلاحيتونه رامخې ته كولو لپاره ګامونه پورته كوي٬ د بشري وسائلو په پرمختګ سرمايه كاري كوي۔ وزيراعظم وو??يل د انصاف وركړه ٬ د قانون حكمرانې او د صحت او تعليم آسانيو پلو پاملرنه كوونكي قامونه د پرمختګ منازل ترسره كوي او د ظلم نه خلاصې مو??ي۔ ده وو??يل په دور اندېشۍ عمل كوٶنكي قامونه پرمختګ كوي لكه څنګه چې چين پرمختګ كړے ٬ چين 30 كلنه منصوبې جوړې كړې۔ ده وو??يل زمونږ هېواد كښې د لنډې مودې منصوبې جوړې كړې شوې٬ د ټولټانكو په تناظر كښې پروژې جوړې كړې شوي ۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل لوي څښتن پاكستان ته د دريابونو ٬ اوبو پشمول يو شمېر وسائل وربخښلي۔ ده وو??يل زمونږ په دريابونو د پن برېښنا منصوبو جوړولو پراخه مو??عې شته ٬ په تېر وخت كښې چې كله د تربېلا او منګله بندونه جوړ كړے شول نو د?? سره ارزانه ب??ېښنا تر لاسه كړے شوه او صنعتونو وده وكړه خو د برېښنا منصوبې په اېندهن منتقل كېدو سره ګرانه ب??ېښنا راپېدا كړې شوې ۔ده ووئېل كرنټ اكاٶنټ خساره زياته شوې٬ په روپۍ فشار زياتېدو سره د روپۍ قدر كم شوے٬ معيشت ته زيان رسېدلے ۔ده ووئېل د زياتو ډالرو بهر لېږلو سره هم په روپۍ فشار زيات شوے او ګراني راغلې۔ ده وو??يل كله چې مو??ږ اقتدار ترلاسه كړو نو د هېواد كرنټ اكاٶنټ خساره 20 اربه وه ۔ ده وو??يل درآمدي اېندهن څخه د برېښنا پېداوار ځپلے شوے٬ صنعتونه تباه شوي ۔ ده وو??يل ديامر بھاشا بند د پاكستان درېم بند دے ٬ د دې بند جوړولو پرېكړه لويه پرېكړه ده٬ مو??ږ په ماضي كښې د بندونو نه جوړولو لويه غلطي كړې۔ده ووئېل چين كښې 5 زره لوي بندونه او په مجموعي توګه 80 زره بندونه وجود لري۔ ده وو??يل د ديامر بھاشا بند جوړولو منصوبه 50 كاله وړاندې جوړه كړې شوې وه خو اوس عملي كېدونكې ده۔ ده وو??يل دا په قدرتي توګه بند لپاره ښه ځائې دے ٬ مو??ږ سباٶن كښې د بندونو جوړولو په اړه جامع منصوبه بندي كړې ۔ وزيراعظم ووئېل پاکستان په ھغه لسو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې ګلوبل وارمنګ څخه زيات ځپلے كېدے شي٬ مو??ږ د ګلوبل وارمنګ نه بچ كېدو لپاره لس اربه بوټو نالولو ته اړتيا لرو۔
حکومت د ګلګت بلتستان پشمول لرې پرتو سيمو كښې د اولس پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری