اسلام آباد 03 مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي سيمه كښې امن په ځاې كولو ٬ تحفظ او څوكالۍ له د پاكستان او ايران دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې دي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلماني اړيكو ودې سره به ټوله منطقه كښې استحكام راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايراني خارجه وزير جواد ظريف په درناوي كښې د ماسپښين مېلمستيا په مهال وكړه۔ايراني خارجه وزير دا مهال خپل پ??او?? سره د پاكستان په دوره راغلې دے۔د ماسپښين مېلمستيا كښې د خارجه چارو لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن اويس احمد خان لغاري ٬د قامي اسمبلۍ غړي خسرو بختيار او پاكستان كښې د ايران سفير مهدي هنردوست هم موجود وو۔په دې مهال د منطقې سلامتيا او امن په حقله خپلو خبرو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان او ايران منطقه كښې د امن او سلامتيا په اړه بايد يو بل س??ه د خيالاتو څرګندونه وكړي۔ده ووئيل په اسلامي نړۍ كښې اتحاد د وخت مهمه غوښتنه ده٬د سيمې مسئلې ګاونډي هېوادونو سره د خبرو د لارې حل كېدې شي۔ده ووئيل د پاكستان او ايران ترمينځه بيكننګ لوظ نامې٬د ګوادر او چاه بهار بندر ځايونو ته د سسټر فورټس درجه وركولو په ډول ګامونه د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته لا پراختيا وركولو له مهم كردار ترسره كوي۔د پاكستان او ايران ترمينځه د غ??ره اړيكو ذكر سره ده ووئيل دواړه هېوادونه پ?? بېلا بېلو خپلولو يو بل س??ه تړلې دي۔دواړو هېوادونو له به ستراتېژېكي تجارت٬معيشت٬كلتور او پارلماني اړيكو ته وده وركولو له وړاندې راتلل وي۔ ده ووئېل په دې لړ كښې د دواړو هېوادنو ترمينځه د پارلماني پ??او??و تګ راتګ ته اړتيا ده۔ده ووئيل پاكستان ايران سره پ?? شراكت اډانه دوه اړخيزه اړيكې غواړي او افغانستان كښې د امن په ځاې كولو حل پشمول د ټولې منطقې معيشت او څوكالي غواړي۔دې لپاره به دواړو هېوادونو له د يو بل مرسته كول وي۔ايراني خارجه وزير په خپلو خبرو كښې ووئيل ايران پاكستان منطقه كښې امن لپاره خپل شراكتدار ګڼړي۔ده هيله ولرله چې نزدې سباؤن ګښې به دواړه هېوادونه د څوكالۍ منزل ته ورسي۔ده د دواړو هېوادونو ترمينحه پارلماني پ??او??و تګ راتګ په حاجت هم زور راوړو۔
سيمه كښې امن راوستلو ٬ تحفظ او څوكالۍ له د پاكستان او ايران دوه اړخيزه اړيكې ډېرې مهمې دي
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2