اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري د حكومت لخوا د فلسطيني اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د مسجد اقصی بے حرمتي او په تش لاسې فلسطيني وګړو ظلم زياتې د قبلولو وړ نه دے۔ د وزيراعظم عمران خ??ن ښكاره او اصولي دريځ دے چې پاكستان اس??ائيل يو ناجائزه او غاصب طاقت ګڼي او دا به چرې تسليم نه كړي۔ هغه د نهې په ورځ د تركيه په كوربتوب كښې د بېت المقدس په تازه صورتحال بېړني ور??وئ?? كنفرنس ته خطاب كولو۔ دې وېډیو لنک کنفرنس كښې د 60 هېوادونو 100 نه زياتو اس??ازو ګډون وكړو۔ د تركيه د مذهبي چارو وزير په خپلو ابتدائي كلماتو كښې د صدر طيب اردوان خصوصي پېغام وارولو۔ وفاقی وزیر پیر نور الحق قادری د پاكستان نمائندګي كولو سره حكومتي دريځ وړاندے كړو۔ هغه ووئيل پاكستان به د يو رياست په حېث د فلسطيني اولس اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ هغه ووئيل د اس??ائيلي پوځ دا كارروائۍ په مذهبي او ديني آزادۍ بريد دے۔ پیر نور الحق قادری غوښتنه وكړه چې ملګري ملتونه او سلامتي كونسل دې په بېړني توګه دې سختې مسئلې ته پام وكړي۔ د اسلامي هېوادونو تنظيم دې هم فوري او فعاله ګامونه پورته كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان د جوړېدو ورځې نه فلسطيني اولس سره ولاړ دے۔ د وزيراعظم عمران خ??ن ښكاره او اصولي دريځ دے چې پاكستان اس??ائيل يو ناجائزه او غاصب طاقت ګڼي او دا به چرې تسليم نه كړي۔
د مسجد اقصی بے حرمتي او په تش لاسې فلسطيني وګړو ظلم زياتې د قبلولو وړ نه دے۔ وفاقي وزير پير نور الحق قادري
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia