اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) د سټیټ کونسل آف عمان ډپټی چیئرمېن شیخ ډاکټر الخطاب بن غالب بن علی الحنائي د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف سره د زيارت په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې ملاقات کړے ۔د قامی اسمبلۍ سیکرټریټ له مخې د عمان پارلمانی پلاوي د آئین ګولډن جوبلی دستورو په لړ كښې قامی اسمبلۍ سیکرټریټ تر سيوري لاندي نړيوال آئینی کنونشن كښې ګډون لپاره د پاکستان په سرکاری دوره راغلے ۔د قامی اسمبلۍ سپیکر ووئيل عمان كښې مېشته پاکستانیان د هېواد سماجی او اقتصادی پرمختګ كښې په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ ده په ګڼ شمير د پاکستانو کاركنانو په ښه ميلمستياﺀ كولو د عمان اولس او حكومت مننه وكړه۔دغسې سپیکر د آئین ګولډن جوبلی دستورو كښې د عمان ګډون وستائلو او په دې موقع د ملګرتيا اړيكو په نوعیت د خيالاتو څركندونه وشوه۔ ډاکټر الخطاب د سپیکر د خیرسګالی کلمات ستائلو سره ووئيل عمان پاکستان خپل ورور ګڼي۔ده د پارلیمانی فرینډشپ ډلو د لاري پارلیمانی رابطو زياتولو په حاجت زور راوړو
د سټیټ کونسل آف عمان ډپټی چیئرمېن شیخ ډاکټر الخطاب بن غالب بن علی الحنائي د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ