پېښور 14 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان قبائېلي اولس ته د روغتيا٬تعليم او نورو آسانې وركولو عزم څرګندونې سره په قبائېلي سيمو كښې د سكولونو او روغتونونو رغونې زر تر زره بش??ړولو سپارښتنه كړې ده ۔ دا سپارښتنه د جمعې پھ ورځ د فاټا انضمام په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال شوی۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬اعلٰی وزير محمود خان٬د خزانې صوبائي وزير تيمور خان٬د وزيراعظم صلاحكار شهزاد ارباب٬خاص مرستيال نعيم الحق٬افتخار دراني٬چيف سېكتر٬د پوليس آئي جي او سينئر افسرانو ګډون كولو۔د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د فاټا انضمام په اړه په شوي پېشرفت بريفنګ وركړې شو۔وزيراعظم د ګورنر او اعلٰی وزير په مشرۍ كښې هرې قبائېلي ضلعې لپاره د عملدرآمد كمېټۍ جوړولو امر وكړو۔په كمېټۍ كښې به صوبائي وزيران او ضلعې سره تعلق لرونكي سناتوران هم شامل كولې شي۔وزيراعظم ووئيل ګورنر او اعلٰی وزير به د خېبرپښتونخوا د ټولو قبائېلي ضل??و دوره كوي دغسې چې اولس د انضمام په اړه كېدونكو اقداماتو څخه په اعتماد كښې واخستلې شي۔وزيراعظم ته ووئيل شوو انتظاميې د انضمام ټول ??ړاؤنه په غوره ډول تر سره كړي دي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د فاټا انضمام په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں