اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) وز??را??ظم شاهد خاقان عباسي په هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ ضروريات ترسره كولو لپاره د اوبو د وسيلو مناسب كارولو او تحفظ لپاره په صوبائي او وفاقي كچه د موثره اقداماتو كولو په ضرورت زرو راوړلو سره سپارښتنه كړې چې د اوبو د قامي پالېسۍ مسودې ته د صوبو په مشاورت زر حتمي شكل وركړې شي۔ده دا خبرې د وز??را??ظم په دفتر كښې د زيارت په ورځ د اوبو د قامي پالېسۍ مسودې په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬د پلاننګ كميسون ??وهم چيئرمېن سرتاج عزيز٬د برېښنا دوهم وزير سردار اويس احمد خان لغاري او اړوند وفاقي سېكترانو او اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔د پلاننګ كميسون ??وهم چيئرمېن سرتاج عزيز غونډه د اوبو د قامي پالېسۍ په لړ كښې خبره كړه۔وز??را??ظم شاهد خاقان عباسي د اوبو د اوسنيو وسيلو موثره تحفظ او انتظام لپاره د پالېسۍ فريم ورك په وضعه كولو د پلاننګ كميسون ??وهم چيئرمېن او د هغ?? د ??لې هڅې وستائېلې۔وز??را??ظم ووئيل تازه اوبه يو نعمت او محدوده وسيله ده كومه چې ورو په ورو كمېږي۔ده ووئيل د هېواد د زياتېدونكې آبادۍ د راتلونكي وخت ضروريات تر سره كولو لپاره نه يوازې د اوبو د وسيلو مناسب استعمال بلكې د تحفظ او سائنسي انتظام لپاره په صوبائي او وفاقي كچه د موثره اقداماتو كولو ضرورت دے۔وز??را??ظم امر وكړو چې د پالېسۍ مسوده صوبو سره په مشاورت جوړه كړې دغسې چې زر حتمي شكل وركړې شي۔وز??را??ظم د صوبائي حكومت برخه ضروري ګرځولو سره د پلاننګ كميسون ??وهم چيئرمېن ته ووئېل چې معامله د شريكې ګټې كونسل ته وړولو نه وړاندې اتفاق لپاره صوبائي حكومتونه په دې عمل كښې شريك كړئ
د اوبو قامي پالېسۍ مسودې ته بايد صوبو سره په مشاورت ډېر زر حتمي شكل وركړې شي
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں