پېښور ۔07 اګست ( اے پی پی) د وزيراعظم سلاكار او د قامي اسمبلۍ غړي امير مقام وئيلي دي اولس د دھرنو او احتجاج سياست رد كړے۔ د خېبر پختونخوا حكومت چې په 90 ورځو كښې د څه كولو ادعا كړې وه په 11 سوه ورځو كښې ئې هم هغه ونكړے شو۔ د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل عمران خان هېواد كښې منفي سياست ته وده وركوي ولې بياهم د پاكستان او خېبر پختونخوا اولس د ده د جمهوريت په ضد ارادو څخه خبر دے۔ څنګه چې د ده اولنۍ دھرنه اولس رد كړه دا احتجاج به ئې هم د اولس ملاتړ څخه محرومه وي۔ په دې مهال د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي ډاكټر عباد الله ووئيل اولس د عمران د سياست څخه تنګ راغلے ولې چې هغوي ته معلومه ده چې د مسئلو حل جواز نه لرونكې احتجاج سره نه بلكې د وفاق او صوبائي حكومت كاركردګۍ سره تړلې۔ ډاكټر عباد پېښور كښې په رنګ روډ د مسلم ليګ (ن) د جلسې د تياريانو جاج اخستو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ووئيل پېښور څخه د تحريك انصاف د رېلي كمزورې پېل د دې خبرې ثبوت دے چې د پېښور اولس د عمران په كال راوتلې نه دے۔ ده ووئيل اولس پرمختګ غواړي او هغوي په دې لړ كښې د مسلم ليګ (ن) كاركردګۍ څخه مطمئن دي۔
اولس د دھرنو او احتجاج سياست رد كړے۔ د خېبر پختونخوا حكومت چې په 90 ورځو كښې د څه كولو ادعا كړې وه په 11 سوه ورځو كښې ئې هم ونكړے شو۔ د وزيراعظم سلاكار او د قامي اسمبلۍ غړي امير مقام ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2