اسلام آباد 16 اکتوبر(اے پي پي) د وزيراعظم د كورنيو چارو او د احتساب سلاكار شهزاد اكبر وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د سپېځلې پلټنو او احتساب پوخ عزم لري، د وزيراعظم وژن دے چې د كومې معاملې احتساب لپاره بايد پراخا پلټنې وشي چې د لارې ئې سپېځلتيا باور كېدے شي. د خالي په ورځ خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې د وزيراعظم د احتساب سلاكار شهزاد اكبر ووئيل چې وزيراعظم د هر ډول بدعنوانې احتساب لپاره په پراخا پلټنو باور لري چې دغسې سپېځلتيا باوري كړے شي. ده ووئيل چې كله د كومې هم معاملې پلټنې كېږي نو د هغو څخه د اصل صورتحال پته لګي او ټول عمل پرانستل كېدو سره سپېځلتيا راوستل كېدې شي. ده ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د سپېځلې پلټنو او احتساب پوخ عزم لري. ده ووئيل چې د چينې په معامله كښې چې كله شكايات ترلاسه شول نو وزيراعظم عمران خان اول يوه تحقيقاتي ډله جوړه كړه او د هغې د تجويزونو په رڼا كښې كابينې د انكوائري كميشن اېكټ له مخې يو كميشن تشكيل كړو كوم چې پلټنې وكړې او لوي انكشافات وشول. ده ووئيل چې انكوائري كميشن د خپلو پلټنو په بنياد بېلا بېل تجويزونه جوړ كړل چې دغسې د غلط كار كوونكو په ضد كارروائي وكړے شي او په نظام كښې بهتري راوستل شي.
د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د سپېځلې پلټنو او احتساب پوخ عزم لري. شهزاد اكبر
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores