اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) په يوكرېن كښې پاكستاني سفارت د پاكستاني وګړو او زده كوؤنكو وتلو سره اړونده حقائق نامه جاري كړه۔ د سفارت په هدايت په درې زره پاكستاني زده كوؤنكو كښې زياتره يوكرېن څخه تلي دي۔ د پاكستاني سفارت په هديت په 24 فرورۍ د يوكرېن شخړه پېل كېدو نه وړاندې 4 زره پاكستانيان دغه ځائې څخه تلي وو۔ زياتره پاكستانيانو په يوكرېن كښی ودونه كړي دي۔ د سفارت خانې په هدايت 3 زره پاكستاني طالبعلمانو كښې زياتره يو كرېن څخه تلي دي ٬ د پاتې شپږ اووه سوؤ طالبعلمانو د وتلو لړۍ هم روانه ده۔ د اتوار په ورځ د ترلاسه شوي بيان لمخې په ترنوپل، کېف او لیوف كښې د وتلو په عمل كښې مرسته كولو له ځايونه جوړ كړې شوي او فوكل پرسنز تعينات كړې شوي دي۔ په ترنوپل كښې پاكستاني سفارت سره په 0038063698264 ٬ 00923329184350 او 00380638282984 لمبرو رابطه كېدې شي۔ په کېف كښې په 380681734727 لمبر فوكل پرسن سره تماس نيولې كېدې شي۔ لیوف كښې په 380932197175 او 380637019154 سهولت ډېسک سره رابطه كېدې شي۔ د سفارت لخوا په ترنوپل كښې طالبعلمانو ته د استوګې او ټرانسپورټ آساني وركړې شوې دي۔ زده كوؤنكي پولېنډ، هنګری، سلوویکیا او رومانیه ته منتقل كولې شي۔ د پاكستاني سفير ډاكټر نوئل آئي كھوكھر تېره ورځ د يوكرېن داخلي چارو نائب وزير سره د پاكستانيانو حفاظت سره د وتلو په اړه خبرې وشوې۔ پاکستانی سفارت خانې د يوكرېن او پولېنډ په پوله د پولې كمانډر سره د ملاقات خواست وكړو او هغه ئې په پوله د نښتنې پاكستانيو د وتلو مسئلې څخه خبر كړو۔ دا هم وئيلې شوي دي چې 125 پاکستانی وګړي يوكرېن څخه ويستلې شوي دي ٬ 376 پاکستانيان له يوكرېن پولېنډ ٬ څلور له یوکرېن رومانیه او نهه له یوکرېن هنګری پولې څخه اوړېدلې دي۔ په خارکيف كښې 35 طالبعلمان په ليوف كښې جوړ كړې شوي سهولت ډېسك ته راغلل۔ نورو ښارونو څخه 3 طالبعلمان ليوف كښې جوړ كړې شوي سهولت ډېسك ته راورسېدل۔ ليوف څخه د ټرېن د لارې 30 طالبعلمان رارسېدونكي دي۔ 7 پاكستاني طالبعلمان ترنوپل ته رسېدلي دي
په درې زره پاكستاني زده كوؤنكو كښې زياتره له يوكرېن څخه تلي دي٬ په يوكرېن كښې پاكستاني سفارت د پاكستاني وګړو او زده كوؤنكو وتلو سره اړونده حقائق نامه جاري كړه
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر