لسبيله/اسلام آباد10اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د بلوچستان پرمختګ لپاره زر اربه روپۍ خرڅ كوٶ ٬ د ماضي واكمن د بلوچستان په ځاے لندن ته زيات تلل٬ د بلوچستان ځائي مشرانو هم د صوبې پرمختګ ته پام نه دے كړے٬ بلوچستان د پرمختګ په زغل كښې د هېواد د نورو سيمو په مقابل كښې وروستو پاتې شوے ځكه مونږ دې صوبې ته زيات پام ګرځولے ۔ وزيراعظم عمران خان د دې خيالاتو څرګندونه دنهې په ورځ په سونمياني بيچ د شجرکارۍ كمپائن نه پس د بوټو نالوٶنكو كاركنانو او ځائي خلقو ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د پاكستان ساحلي سيمې ډېرې ښائسته دي چرته چې د سېل ځايونه جوړېدے شي٬ تر اوسه پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره ټول پام غرئيزو سيمو ته ګرځولے شوے٬ په لسبېله كښې د سېلګرۍ د ودې پراخه موقعې شته ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان ته د اسلامي هېوادونو سېلګري راغب كولو لپاره بلها موقعې لرو ، پاکستان د لوي څښتن لخوا لويه ډالۍ ده٬ د بده مرغه مونږ د دې ډالۍ قدر ونه كړو، د حکومت ذمه واري وي چې د اولس ژوند ښه كړي٬ د ماضي واكمن د بلوچستان په ځاے لندن ته زيات تلل٬ ځائي مشرانو هم د صوبې پرمختګ ته پام نه دے كړے۔ وزيراعظم ووئيل په ساحلي سيمو كښې د مېنګروز ځنګلونه څلور چنده زيات مضر صحت كاربن ډائي آکسائيډ جذب كوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د موسمياتي پوهانو د اوسني راپور له مخې په نړيوال حدت كښې په تندۍ سره اضافه روانه ده٬ په نړيوال حدت كښې اضافې سره په بېلا بېل هېوادونه د اور لګېدو او د سېلابونو پشمول قدرتي آفتونو سره مخ دي
د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د بلوچستان پرمختګ لپاره زر اربه روپۍ خرڅ كوٶ۔ د وزيراعظم عمران خان په سونمياني كښې د شجركارۍ كمپائن پرانستې نه پس ځائي خلقو ته خطاب
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena