اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په اسلام آباد كښې به روانه مياشت د رېسكيو 1122 سروس پېل شي. ده دا خبرې د نهې په ورځ د اسلام آباد فائر برېګېډ سروس د دورې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د پنجاب په طرز په اسلام آباد كښې به هم د رېسكيو 1122 سروس پېل كولې شي. ده ووئيل چې دا سروس به روانه مياشت پېل كولې شي. په سروس كښې به په ابتدائي توګه 20 ګاډي شامل وي. په دوهم پړاٶ كښې به دا ګاډي 40 ته ورسولې شي. ده ووئيل چې اسلام آباد محفوظ ښار جوړولې شي.
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina