پېنډۍ۔30مئی(اے پی پی) د پاكستان – انډونيشيا د ګډې دف??عي مرستې كمېټۍ غونډې درېم دور په عملي توګه د پاكستان او انډونيشا د دف??ع وزارت ترمينځه د ګل په ورځ وشو۔ د دف??ع وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې ریئر اېډمرل فېص?? امین، ایډیشنل سېکتر (وزارت دف??ع اسلامی جمهوریه پاکستان) او مېجر جنرل ډاکټر روډن پیډراسن، ډائرېکټر جنرل سټرټیجک ډیفنس،(وزارت دف??ع، جمهوریه انډونیشیا) په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د مل??قا?? په مهال فریقېنو په سيمه ايزه سلامتيا ٬ د ترهګرۍ مخنوي له په پورته كړې شويو ګامونو او په خپله خپله سيمه كښې د امن ودې په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دوئي د تېر دور په ایجنډا آئټمز او د موجود دور په تازه ايجنډا پوائنټس د شوي پېش رفت جاج واخست۔ د دف??عي مرستې او تربيتي تبادلو روانه كچه زياتولو او په نوې رامخې ته كېدونكې ټېكنالجيز كښې د مرستې نوې څانګو په احاطه كولو اتفاق وكړې شو۔ د پايې په غونډه كښې په دې خبره هم د فريقېنو ترمينځه موافقه وشوه چې د پاکستان۔ انډونیشیا د ګډې دف??عی مرستې كمېټۍ راروان دور 2023 به په جكارته كښې كولې شي۔(
د پاكستان – انډونيشيا د ګډې دفاعي مرستې كمېټۍ غونډې درېم دور
مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ