اسلام آباد 24دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د جناح ايونيو انټرچينج انډرپاس منصوبه په رېكارډ 42 ورځو موده كښې په بشپړولو د كورنيو ??ار?? د وزير٬ د سي ډي اے چيئرمېن پشمول د اړوند ادارو ستاينه كولو سره وئېلي دي چې دې م??صوبې سره به د پینډۍ٬اسلام آباد ټرافېك ته لويه ګټه وشي۔ د پاكستان پرمختګ او څوكالي به هم دې رفتار سره مخ په وړاندې روانه ساتلې شي او پاكستان به عظيم هېواد جوړوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جناح ايونيو انټرچينج انډرپاس پرانستې دستورې ته په وينا كښې وكړه۔په دستوره كښې د كورنيو ??ار?? و??اق?? وزير محسن نقوي٬د اطلاعاتو او خپرونو و??اق?? وزير عطاﺀ تارړ٬د قومي اسمبلۍ غړو او نورو مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ دستورې ته په وينا كښې وزيراعظم ووئيل د دې انډرپاس په 5 نومبر د بنياد تيګه اېښودلې شوې وه٬دا د خوشحالۍ موقع ده چې دا انډرپاس په 42 ورځو كښې بشپړولو سره رېكارډ جوړ شوے۔ ده ووئيل قامونه دغسې پرمختګ كوي٬ده ووئيل د سي ډي اے چيئرمېن٬د هغه ډلې٬ټهيكدارانو٬انجينئرانو او كار كوؤنكو ملازمينو له مباركي وركوم۔د كورنيو ??ار?? وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د هغه ډلې شپه ورځ خواري كړې٬د هغه د ذاتي نګرانۍ په سبب دا منصوبه په وخت بشپړ شوې۔وزيراعظم ووئيل د دې م??صوبې سره به د پینډۍ اسلام آباد ټرافېك ته ګټه وشي۔ده هيله څرګنده كړه چې سرينا انډرپاس منصوبه به هم دې رفتار سره بشپړ شي۔ده ووئيل آئي جي او د ټرافيك پوليس چې څه ډول ټرافېك روان ساتلې هغه د ستائنې وړ دے۔د كورنيو ??ار?? و??اق?? وزير محسن نقوي ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په 5 نومبر د منصوبې د بنياد تيګه اېښودلې وه۔نن مونږ 42 ورځې پس د انډرپاس پرانسته كوو۔په اسلام آباد كښې به د نوې بوټو آفزائش لپاره نرسريز جوړولې شي۔ده ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه په اسلام آباد كښې د فائيو سټار هوټل جوړولو لپار?? كار كوو۔د جناح ايونيو انټرچينج منصوبې 50 فيصد?? كار بشپړ شوې٬د سرينا چوك انډر پاس به په خپل مقرر وخت كښې بشپړولې شي۔د كورنيو ??ار?? و??اق?? وزير ووئيل د قذافي سټېډيم پرانسته به هم د وزيراعظم شهباز شريف په لاس كولې شي۔سي ډي اے شپه او ورځ كار كولو سره انډرپاس په 1008 ساعتونو كښې بشپړ كړې۔ په دې م??قع د كورنيو ??ار?? و??اق?? وزير محسن نقوي او د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندهوا وزيراعظم له د جناح ايونيو انټرنېشنل په منصوبه بريفنګ وركړو۔د بريفنګ په مهال ووئيل شو چې په منصوبه كښې سيفټي او سيكورټي باوري كړی شوې٬د منصوبې په فيز ون كښې 950 ميټرز انډرپاس بشپړ كړے شوے دے
وزيراعظم د جناح ايونيو انټرچينج انډرپاس پرانسته وكړه٬د 42 ورځو په رېكارډ موده كښې د منصوبې په بشپړولو يې د اړوندو ادارو كردار وستائېلو٬د پاكستان٬پرمختګ او څوكالي به هم دې رفتار سره مخ په وړاندې روانه ساتلې شي : شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste