اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئلېي دي اپوزېشن لارښود د اېن آر او اغستو هڅې كوي۔د جمعې په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او حكومت كوم كرپټ انسان ته اېن آر او نه وركوي۔ده ووئيل پاكستان پيپلز پارټي او شريفه كورنۍ مولانا فضل الرحمان خپل ذاتي ګټې لپاره استعمالوي٬اپوزېشن د حكومت په ضد لانګ مارچ او تحريك عدم اعتماد كښې ناكامه شوے۔ده ووئيل شهباز شريف او حمزه شهباز د كرپشن او مني لانډرنګ مقدمو سره مخ دي٬د عدالتونو پريكړو نه پس به هغوي سزا كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د كال1996 څخه د كرپشن په ضد هلې ځلې كوي او د پي ټي آئي حكومت د هېواد څخه د كرپشن خاتمې لپاره عزم لري۔د اتحادي ګودنونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اتحادي ګوندونه په هر فورم د پي ټي آئي حكومت ملاتړ كوي۔
اپوزېشن لارښود د اېن آر او اغستو هڅې كوي ٬وزيراعظم عمران خان او حكومت كوم كرپټ انسان ته اېن آر او نه وركوي۔د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل نجي ټي وي چينل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج