اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د پیټروليم وزيرمملكت مصدق ملك سره په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د شورو په ورځ ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د توان وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د پیټروليم وزيرمملكت مصدق ملك ووئيل په هر سخت وخت كښې چين د پاكستان ملګرتيا كړې۔ده ووئيل موجوده حكومت د پاك چين ملګرتيا لا قوي كولو له عزم لري۔د چين سفير ووئيل چين پاكستان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ