اسلام آباد 14ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په افغانستان كښې امن او استحكام د سيمه ايزې سلامتيا او څوكالۍ لپاره ضرورې دے٬په افغانستان كښې په سمدستي توګه په بشري بنيادونو مرستې ته اړټيا ده۔بايد نړيواله ورورولي افغانستان سره رابطې ولري او په سختو حالاتو كښې افغانان يوازې پرې نه ږدي٬روس سره د توان او تجارت پشمول په نورو څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړو۔د نهې په ورځ د روس صدر ولادي مير پيوټن وزيراعظم عمران خان سره ټېليفوني تماس نيولے۔دواړو لارښودو په افغانستان كښې په اوسني پېشرفت٬په شريكه مرسته او د شنګھائي مرستې تنظيم اېس سي او كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم په دې موقع ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام سيمه ايزې سلامتيا او څوكالۍ لپاره اهميت لري٬حاجت د دې خبرې دے چې د افغانانو په بشري بنيادونو مرسته وكړی شي۔وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د افغانستان سره رابطې برقرار وساتي۔ده د افغانستان بدل شوي صورتحال اهميت ترمخه د پاكستان او روس ترمينځه اړيكو او په مشاورت زور راوړو۔ده ووئيل د تجارت٬سرمايه كارۍ او د توان په څانګو كښې روس سره مرسته لا مستحكم كول غواړو۔وزيراعظم په دې موقع د پاكستان سټريم ګاز پائپ لائن منصوبې ته عملي شكل وركولو له د عزم پخلے وكړو۔وزيراعظم د روس صدر پيوټن له د پاكستان دورې له د بلنې وركولو پخلے وكړو دغسې د روس صدر وزيراعظم عمران خان له د روس دورې كولو له د خپلې بلنې تجديد وكړو
وزيراعظم عمران خان سره د روس صدر ولادي مير پيوټن ټېليفوني تماس٬په افغانستان كښې امن او استحكام د سيمه ايزې سلامتيا او څوكالۍ لپاره ضرورې دے٬بايد په سختو حالاتو كښې افغانان يوازې پرې نه ښودلې شي۔وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania