اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په آډيټر جنرل آف پاکستان (اے جي پي) زور راوړے چې سرکاري ادارو كښې د مالي نظم او ضبط نفاذ لپاره ګامونه پورته كړئ دغسې چې سرکاري محکمو كښې بې ضابطګۍ ختمي شي، ده د آئي ټي تر مخه د آډټ جديد تکنيکس په خپلولو په حاجت زور راوړو كوم به چې د پبلك فنانس انتظام سره سره د بدعنوانۍ ختمولو لپاره مرستياله وګرځي۔ صدر دا خبره د آډيټر جنرل آف پاکستان محمد اجمل ګوندل سره د ملاقات په مهال وكړه چا چې د جمعې په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ آډيټر جنرل صدر په سرکاري ادارو كښې د مالي شپېځلتيا او جواب باوري كولو كښې د اے جي دفتر د کردار څخه خبر كړو۔ صدر ريټائرډ سرکاري ملازمانو له پنشن وركولو كښې د لا آسانيو وركولو په حاجت هم رڼا واچوله او اے جي پي ته ئې ووئيل دا بخره باوري كړئ چې ريټائرډ ملازمانو ته پنشن اخستو كښې كومې ستونزي ورامخې ته نه شي
سرکاري ادارو كښې د مالي نظم او ضبط نفاذ لپاره دې ګامونه پورته كړے شي دغسې چې سرکاري محکمو كښې بې ضابطګۍ ختمي شي، صدر ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ