اسلام آباد۔9مارچ(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي په يو څو ورځو كښې به ??ئي اېم اېف سره لوظنامه وكړې شي، تېر حكومت د پرمختيائي ادارو باور ته زيان رسولے ٬ په نوي بجټ كښې ?? معيشت مستحكمولو ??وښي لرؤ٬ په نوي بجټ كښې به اولس ته ريليف وركولو له اقدامات كولې شي ٬ ډېر زر به په معاشي مسئلو قابو اومومو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پبلك فنانشل مېنجمنټ د لارې ?? معاشي استحكام بحالۍ په سرخط سيمين??ر ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير اسحق ډار ووئيل د پرمختيائي همكارانو ٬ نړيوال بانك او اېشين ډوېلپمنټ بانك مننه كوم۔ ده ووئيل د هېوا?? معيشت بهترۍ لپاره اقدامات او د دې يو وارې بيا ټرېك ته د راوستلو هڅې كوؤ۔ ده ووئيل د تېر حكومت معاشي پالېسيو سم دم معيشت ته زيان ورسولو٬ پاكستان په كال 2018 كښې د نړۍ په رامخې ته كېدونكو معيشتونو كښې شامل ؤ او بيا هم دغه كال كښې معاشي صورتحال ناوړه كېدو پلو ??وان شو۔ وفاقی وزیر ووئيل په نوي بجټ كښې ?? معيشت مستحكمولو ??وښي لرؤ٬ په نوي بجټ كښې به اولس ته ريليف وركولو له اقدامات كولې شي ٬ ډېر زر به په معاشي مسئلو قابو اومومو۔ ده ووئيل د پاكستان په پرمختګ كښې د نړيوال بانك لخوا مرسته د ستائنه وړ ده او هيله ده چې په راروانو څو ورځو كښې به ??ئي اېم اېف سره لوظنامه وكړې شي۔ ده ووئيل عمران خان د پاكستان قرض زيات كړے او د ??ئي اېم اېف پروګرام څخه سرغړونه كولو ??ره يۍ د پرمختيائي ادارو باور ته زيان رسولے۔ ده ووئيل ن ليګ په خپل تېر دور كښې د ??ئي اېم اېف پروګرام بشپړ كړے ؤ ٬ زمونږ په دور كښې سړي سر آمدن كښې د 379 ډالره او د پي ټي ??ئي په څلور كلن حكومت كښې يواځې 30 ډالره اضافه شوې۔ ده ووئيل دا مهال هېواد ستونزو سره مخ دے ټولو له به د خپلې برخې كرد??ر ترسره كول وي۔ ده ووئيل وزيراعظم د كفايت شعارۍ كمپائن اعلان كړے چې له مخې يۍ غېر ضروري مصاريف كنټرول كولو له اقدامات شوي۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ له 16 اربه ډالرو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د كابينې غړو د غټو ګاډو كارول ختم كړي ٬ وفاقي حكومت به په خپلو مصاريفو كښې تر 15 فيصده كمے كوي۔ ده ووئيل ?? معيشت په اړه پروپېګنډا كمپائن چلولے شي كوم چې هېواد ته زيان رسوي۔ ده ووئيل د اتحاديانو په مرسته ?? معيشت بحالولو هڅې كوؤ۔ ده ووئيل د ګرانۍ د فشار به مخه نيسو ٬ د كركيلې پېدوار زياتولو له مو اقدامات كړي۔ في اېكټر پېداوار زياتولو پلو پام ګرځولے شوے ٬ د توان په څانګه كښې اصلاحات كولې شي كوم چې يو آسان عمل نه دے ولې بياهم هڅې روانې دي دغسې د برېښنا او ګاز په څانګو كښې مو هم اصلاحات كړي۔ ده ووئيل د جي ډي پي تناسب سره د قرضونو شرح 69 فيصد ده۔ ده ووئيل كله چې زه د خزانې وزير تعينات كړے شوم نو دا 73 فیصد وه۔ په كال 2017 كښې د قرضونو شرح 63 فیصد وه٬ په امريكا او يو كے كښې د قرضونو شرح 100 فيصده نه زياته ده۔ ده ووئيل ستونزې لرؤ خو په دې به كه لوي څښتن ته منظور وي قابو اومومؤ۔ وفاقي وزير ووئيل ??ئي اېم اېف مو مطمئن كړے او په راروانو يو څو ورځو كښې به ورسره لوظنامه وكړې شي۔
آئي اېم اېف سره به يو څو ورځو كښې لوظنامه وشي ٬ ډېر زر به په معاشي ستونزو قابو اومومؤ٬ سېنېټر اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو