اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان كښې په وړومبي ځل په معاشي توګه كمزورې طبقې د غربت نه خلاصولو لپاره جامع حکمت عملي مرتب شوې ، د حکومت وړومبۍ ترجيح لاندينۍ طبقه په د روزګار په لړ كښې پخپلو پښو اودرول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د کامياب پاکستان پروګرام په اعلٰې كچ غونډه كښې كړې۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير شوکت فياض ترين، خاص مرستيال وقار مسعود، عثمان ډار، د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن ليفټيننټ جنرل (ر) انور علي حېدر، د حبيب بېنك چيئرمېن سلطان علي الانه، د پنجاب بېنك صدر ظفر مسعود ، اړوندو لوړ پورو او شراكتدارو ګډون وكړو۔ په غونډھ كښې د كامياب جوان پروګرام له مخې كامياب كاروبار٬ كامياب كسان او كامياب هنر مند پروګرام ٬ د كم لګښت د استوګنې سكيمونه او د كامياب پاكستان هاٶسنګ لپاره هول سېل لېنډنګ پروګرام په کامياب پاکستان پروګرام كښې په شاملولو بريفنګ وركړے شو۔ کامياب پاکستان پروګرام به په هېواد كښې د معاشي هلو ځلو زياتولو او د اولس د روزګار په لړ كښې پخپلو پښو اودرولو له مهم كردار ولوبوي٬ د پروګرام له مخې به په لويه كچه نوو اميداوارو ته كاروبار٬ د كم لګښت كورونو له او زرعي قرضونه وركولې شي كومې چې به نه يوازې د روزګار موقعې وركوي بلكې معاشي هلې ځلې زياتېدو سره به د غربت خاتمې٬ د جي ډي بي ګروته او د خلقو د بېنكارۍ په چوكاټ كښې شاملولو له مرستياله وګرځي۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې په وړومبي ځل په معاشي توګه كمزورې طبقې د غربت نه خلاصولو لپاره جامع حکمت عملي مرتب شوې٬ د ګاٶنډيانو هېوادونو چين او هند مثال زمونږ په وړاندې دے٬ چين د دې ډول اقداماتو په سبب په درېشو كالو كښې د لكهونو په شمېر خلق د غربت نه خلاص كړي او هند په دې كښې پاتې راغلے ۔وزيراعظم ووئېل د حکومت وړومبۍ ترجيح لاندينۍ طبقه د روزګار په لړ كښې پخپلو پښو اودرول دي
پاکستان كښې په وړومبي ځل په معاشي توګه كمزورې طبقې د غربت نه خلاصولو لپاره جامع حکمت عملي مرتب شوې، د حکومت وړومبۍ ترجيح لاندينې طبقه د روزګار په لړ كښې پخپلو پښو اودرول دي۔ د وزيراعظم عمران خان د کامياب پاکستان پروګرام د اعلٰي غونډه كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria