اسلام آباد۔6اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان ??ار??ه وزير مخدوم شاه محمود قریشي وئیلي دي پاکستان له اروپایي ائتلاف سره اړیکو ته ځانګړې اهمیت ورکوي۔ دا خبره ??ار??ه وزير د پاكستان – اروپائي ائتلاف فرېنډشپ فېډرېشن چيئرمېن پروېز اقبال لوسر سره خپلو خبرو كښې وكړه كوم چې هغه سره د شورؤ په ورځ ??ار??ه وزارت كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو صورتحال په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په اروپایی هېوادونو کښې ګڼ شمېر پاكستاني وګړي ژوند كوي كوم چې د دوه اړخیزو اړیکو پ?? پیاوړتیا کښې مهم رول لوبوي ٬ په بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني كميونټۍ خېر ښېګړه زمونږ په لومړو ترجيحاتو كښې شامل ده۔ هغه ووئيل زما په خصوصي هدايت ګرده نړۍ كښې زمونږ سفارتخانې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خېر ښېګړې او هغوي ته د پېښو مسئلو فوري حل لپاره ھڅې كوي۔ پروېز اقبال لوسر ??ار??ه وزير ته د پاک۔ ای یو فرېنډشپ فېډرېشن كاركردكۍ په اړه بشپړ بريفنګ وركړو۔ ??ار??ه وزير په اروپائي هېوادونو كښې د پاکستانی کمیونټی خېر ښېګړې له د پاکستان۔ یورپی یونین فرېنډشپ فېډرېشن حذمات وستائل۔ ??ار??ه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76 مې غونډې په مهال د اروپائي ائتلاف د ??ار??ه چارو مشر جوزف بوريل په شمول د اروپائي ائتلاف يو شمېر هېوادونو ??ار??ه وزيرانو سره زما ګټور ملاقاتونه شوي دي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل ما د اروپائي ائتلاف هېوادونو ??ار??ه وزيران د افغانستان روانې وضعې او مقبوضه جموں وكشمير كښې د روانو بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو په اړه خبرولو سره سره هغوي ته مقبوضه كشمير كښې د هندي پوځ د جنګي جرمونو په كوټلې ثبوتونو مشتمل ډوزيئر وړاندې كړو۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره ستراتيجيكي ه??كا??ۍ ته د ودې وركولو عزم لري۔ د پي اي يو فرېنډشپ فېډرېشن چيئرمېن پروېز اقبال لوسر د ??ار??ه وزير د ملګرو ملتونو 76 مه غونډه كښې ګډون او په دغه مهال د اروپائي هېوادونو ??ار??ه وزيرانو سره د هغه د ملاقاتونو ستائنه وكړه۔
پاکستان له اروپایي ائتلاف سره اړیکو ته ځانګړې اهمیت ورکوي٬ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د پاكستان – اروپائي ائتلاف فرېنډشپ فېډرېشن چيئرمېن سره خبرې
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔