اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي د عمران نيازي مائينډ سيټ نن چې د روضه رسول(ص)چې كوم ډول بې حرمتي كړې٬د غندنې وړ ده٬د يو څو كسانو فعل په ټول اسلامي نړۍ كښې د پاكستان نامه بدنامه كړه۔د زيارت په ورځ د رسول پاك(ص)په روضه رامخې ته پیښه باندې خپل غبرګون كښې ده ووئيل د عمران نيازي خپور شر د روضه رسول(ص)تقدس ته زيان رسولے٬د امن٬مينې او د سلامتيا ځاي د سياست لپاره استعمال شوے۔ده ووئيل د عمران نيازي دا فتنه د ټولنې هر يو شعور لرونكې كس ناخوښه كړې۔ده ووئيل په دروغو او بهتان اډنه د عمران ازم پشان فتنې مخ نيوے به كول وي٬كه داسې ونه شوه نو په اسلامي نړۍ كښې به زمونږ سپكاوې وشي۔ ده ووئېل نن چې د كوم ډول عمل څرګندونه شوې دا د اسلام تعليم دے او نه د پاكستان تهذيب٬دا يوازې عمران ازم دے
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔