اسلام آباد 10 اپريل (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 5139 كيسونه رپورټ شوي دي او په وبا كښې نور 100 كسان په حق رسېدلي۔ د نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر(اېن سي او سي) له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا په وبا كښې د پنجاب نه پس په خېبرپښتونخوا كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي٬ د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې 100 كسان په حق رسېدلي چې پكښې 31 كسان په وينټي ليټر موجود وو۔ د اېن سي او سي له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا نور 5139 كيسونه رامخې ته شوي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 40 زره 69 ټېسټونه شوي ٬تراوسه په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شوو كسانو شمېره 6 لكه 27 زره 561 ته رسېدلې. په ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كووډ كوم رنځور په وينټي ليټر نشته ٬په ټول هېواد كښې 501 رنځوران په وينټي ليټر موجود دي او د فعاله كيسونو شمېره 73 زره 78 ده۔ د ځپليو ټوله شمېره 7 لكه 15 زره 968 ده. په وبا كښې د حق رسېدليو ټوله شمېره 15 زره 329 ته رسېدلې۔ تراوسه په هېودا كښې د كووېډ 1 كروړ 6 لكه 88 زره 894 ټېسټونه شوي۔ دغسې د كووډ علاج لپاره په بېلو كړو 631 روغتونونو كښې 4 زره 858 رنځوران تر معالجې لاندې دي.
د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 5139 كيسونه رپورټ شوي ٬په وبا كښې نور 100 كسان په حق رسېدلي دي۔ نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز