اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير علي زېدي وئيلي دي په مجموعي قامي پېداوار كښې د ټرانسپورټېشن او لاجسټك برخه د 8 نه تر 10 فيصد ده. علي زېدي د كابينې د ټرانسپورټ او لاجسټكس كمېټې چيئرمېن په جوړولو د وزيراعظم عمران خان مننه كړې او وئيلي ئې دي د تېر وخت حكومتونو د دې څانګې بهترې ته پام لرنه نه ده كړې ، اوس به د ټرانسپورټ او لاجسټكس كمېټي د ټولو اړوندو ادارو مرسته كوي. د ټرانسپورټېشن لګښت به كم شي او د لاجسټك چېن سپلائي به باوري شي. د اپرېل په 22مه نېټه كابينه ډويژن د ټرانسپورټېشن او لاجسټك كمېټې نوټيفيكېشن جاري كړے چې پكښې د بحري چارو وفاقي وزير علي زېدي د كمېټې چيئرمېن جوړ كړے شوے. په نورو غړو كښې د كميونيكېشن وفاقي وزير، د رېلوے وفاقي وزير او د سول ايوي اېشن وفاقي وزيران شامل دي
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری