اسلام آباد29جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير او د اېن سي او سي مشر اسد عمر وئيلي دي كومو استاذانو چې واكسين نه وي لګولي ھغه به د اګست وړومبۍ نېټې څخه په سكولونو كښې درس نشي وركولې٬ د 31 اګست نه پس به ويكسي نېټډ عملې نه غېر ټرانسپورټ نه شي چېلېدې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ډاكټر فېصل سلطان سره د زيارت په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل اولس اوس هم د كرونا په بابله سنجيده نه دے، د سندھ واكداران د كرونا لاره نيولو لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي٬ غواړو چې د چا روزګار متاثره نشي٬ د هېواد د معيشت پايه روانه وي٬ هېواد بندولو سره د وباء لاره نشي نيولې كېدې، د كرونا نه د بچ كېدو يوازنے حل صرف احتياط دے۔ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل سندھ او بلوچستان كښې په اېس او پيز زيات عمل نه كېږي٬ د اګست وړومبۍ نيټې څخه به يوازې ويكسي نېټډ خلق هوائي سفر كولې شي، د سكول، ټرانسپورټ عمله، د قانون نافذ كوٶنكو ادارو، په ماركيټس كښې د كار كووٶنكو لپاره وېكسينېشن لازمي ګرځولې شوي ، هوټلز، ريسټورنټس كښې كار كوٶنكو لپاره د واكسين لګولو آخري نېټه 31 اګست دے۔ ده ووئيل د كرونا نه بچ كېدو لپاره يوازنۍ لاره احتياط دے، د اګست وړومبۍ نيټې څخه سنګل ډوز لګوٶنكي به هوائي سفر نشي كولې۔ د دې نه وړاندې قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ووئيل په تېرو 24 ساعتو كښې د كرونا شرح زياته شوې ٬ په 24 ساعتو كښې د اندېښمنو رنځورانو شمېره د 3 زره نه اوړېدلې د، په كراچۍ كښې د وباء خپرېدو كښې اضافه روانه ده٬ كېسونه زياتېدو سره په روغتونونو هم فشار زيات شوے
كومو استاذانو چې واكسين نه وي لګولي ھغه به د اګست وړومبۍ نېټې څخه په سكولونو كښې درس نشي وركولې٬ د 31 اګست نه پس به ويكسينېټډ عملې نه غېر ټرانسپورټ نه شي چېلېدے۔ اسد عمر
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena