اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ نوي ټاكلي شوي سفير راجه پروېز اشرف وئيلي دي د معزز ايوان په تعظيم او وقار كښې اضافه زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د سپيكر منصب د غېر جانبدارۍ او بردبارۍ تقاضا كوي٬ مونږ له به داسې سياسي ټولنه رامخې ته كول وي چرته چې مكالمې ته وده وركړې شي ٬ كركې ته نه٬ ټولې ادارې بايد د خپل اختيار د حد دننه پاتې كېدو سره د يو بل مرسته او لارښودنه وكړي۔ د خالي په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د خپل منصب سوګند پورته كولو نه وروستو خپل خطاب كښې راجه پروېز اشرف ووئيل زه په دې باوقاره منصب فائز كېدو د لويې څښتن مننه كوم۔ په دې منصب په بلا مقابله ټاكل كېدو د چيئرمېن آصف علي زرداري ٬ بلاول بھټو، قائد ایوان میاں محمد شهباز شریف او نورو پارليماني مشرانو او پارليماني غړو مننه كوم۔ ده ووئيل كوم ايوان چې زه بلا مقابله سپيكر ټاكلې يم دې ايوان تر ټولو وړاندې قائد اعظم محمد علي جناح بلا مقابله خپل مشر ټاكلې وو، دې ايوان شهيد ذوالفقار علي بھټو د كسټوډين آف هاؤس په توګه ټاكلې وو۔ ده ووئيل د آئین پاکستان دفعه 91 ذېلی شق6 د حقيقي روح له مخې ټوله وفاقي كابينه يوازې دې معزز ايوان ته جواب ده ده كوم يو وګړي ته نه۔ ده ووئيل د يو سياسي كاركن په حېث زما تربيه يو داسې ګوند كښې شوې ده د كوم قائد شهید ذوالفقار علی بھټو چې په 10 اپرېل 1973 ء د خپل متفقه آئين منظورۍ په موقعه وئيلي وو چې مونږ له به يوه داسې سياسي ټولنه جوړول وي چرته چې مكالمې ته وده وركړې شي ٬ كركې ته نه٬ چرته چې قومي اتفاق رائې ته وده وركړې شي ٬ نفاق ته نه۔ سپيكر ووئيل زه هيله لرم چې مېرمنې غړې به د ايوان كاروايۍ كښې په بشپړه ډول برخه اخلي او د مېرمنو غړو پارليماني كاكس د لارې به د پاكستان د مېرمنو د حقونو دفاع كوي۔ ده ووئيل زه اقليتي غړي هم خپل حقيقي طاقت ګڼم ولې چې زه هيله لرم چې دوئي به د وروستو پاتې طبقو مسئلې د كومې ويرې او خطر نه لرې دې ايوان ته وړاندې كوي۔
د معزز ايوان په تعظيم او وقار كښې اضافه زمونږ تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ د نوي ټاكلي شوي سفير راجه پروېز اشرف خطاب
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی