اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال سره په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د ګل په ورځ ملاقات كړی او د سي پېك منصوبو په اړه ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې د سي پېك له مخې په روانو پروژو خبرې اترې شوي كومې به چې د وزيراعظم شهباز شريف د چين د اوسنۍ دورې په مهال وړاندې كولې شي او په دې پروژو به اېم او يوز لاس كېږي۔ وفاقي وزير د سي پېك د ګڼ شمېر پروژو په اهميت زور راوړو او د دې خبرې پخلې ئي وكړو چې حكومت به په دې پروژو په خاص توګه اېم اېل ون او كراچي سركلر رېلوے(كے سي آر) پروژو د پېل كولو عزم لري۔ وفاقي وزير د اېم اېل ون او كے سي آر د پروژو په اهميت رڼا واچوله كومې چې اسټريټجك پروجېكټس ګڼلې كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل چې په لړ كښې د كار ټولې كاروائي بشپړ شوي چې پكښې د سنټر ډوېلپمنټ وركنګ پارټۍ ډبليو پي منظوري هم شامل ده۔ وفاقي وزير ووئيل چې د اېم اېل ون څخه به د پاكستان او چين د دواړو هېوادنو په معيشت لويې اقتصادي اثرات مرتب شي۔ وفاقي وزير د بېلو څانګو پشان د توان٬ انفارمېشن ټېكنالوجي٬ د كركيلې٬ كلتور او د نورو پروژو په اهميت هم زور راوړو كومې به چې د يكم نومبر د وزيراعظم د چين دورې په مهال پورته كولې شي او په بېلو پروژو اېم او يوز لاس ليك هم كېږي۔ د چين سفير د حكومت په خاص توګه د منصوبه بندۍ٬ پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال د اقداماتو هڅې وستائېلې او د خپل بشپړ مرستې باور ئې هم وركړو
وفاقي وزير احسن اقبال سره د چين سفير ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری