اسلام آباد۔19مارچ (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي كومه هم ټولنه د زده كړو نه غېر پرمختګ كولے نه شي۔ زده كوؤنكي زمونږ روښانه سباؤن دي او موجوده حكومت هېواد كښې د تعليم ودې له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د وېمن یونیورسټی صوابی وائس چانسلر ډاكټر شاهانه عروج سره د جمعې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات كښې د تعليم صوبائي وزير شهرام تركۍ هم موجود و۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل صوابۍ ضلع كښې زده كړو ته وده وركول زما مشن دے او تر كومې چې دا ترسره شوې نه وي آرام به رانشي۔ هغه ووئيل خېبر پختونخوا كښې د تعليم ودې له مو هر يو ممكن ګام پورته كړے دے۔ پروفېسر ډاكټر شاهانه عروج كاظمي صوابۍ كښې د تعليم ودې له د سپيكر اسد قېصر بنيادي خذمات وستائل۔ هغې ووئيل زمونږ هڅه ده چې وېمن یونیورسټی صوابی زده كوؤنكو ته غوره تعليم او تربيه وركړي۔ سپيكر اسد قېصر د وائس چانسلر د لارښودنې صلاحيتونو ستائنه كولو سره هغې ته د زده كړو په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو له د خپل اړخه د هر ډول ممكنه مرستې باور هم وركړو۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د وېمن ېونېورسټي صوابي وائس چانسلر ډاكټر شاهانه عروج ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر