اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) پاكستان د طالبانو او نورو اړوندو خلقو يا ادارو په اړه د ملګرو ملتونو د تجزياتي سپورټ او بندېزونو د مانېټرنګ ډلې په راپور د هند د خارجه وزير بيان مسترد كړے او وئيلي ئې دي هند په ناسمه ډول په راپور وړاندې كولو سره په پاكستان تورونه لګولي، پاكستان د هند ناوړي تورونه په واضحه توګه مسترد كوي د كومو مقصد چې نړيواله ټولنه ګمراه كول دي، هند ترهګري د پاكستان په ضد د رياستي ترهګرې په توګه كاروي. د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند په اېم ټي راپور د هند د خارجه وزير بيان مسترد كړو او وې وئيل په يوولسم راپور كښې د افغانستان د سولې په عمل نړيوالې ټولنې د شك او شبهاتو څرګندونه نه ده كړې.
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا