اسلام آباد۔7 اپرېل(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال يوازې په 170 وګړو كښې د كورونا وائرس تصديق شوې٬ د مثبت كېسونو شرح 0.58 پاتې شوه۔ د زيارت په ورځ د قامي روغتيا ادارې لخوا په جاري كړې شوي ټويټ كښې د شيئر كړې شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 28 زره 967 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 170 وګړو ټېسټونه مثبت راغلل چې ورسره د مثبت ټېسټونو شرح 0.56 پاتې شوه۔ په دې مهال د كورونا وائرس له امله كوم تن نه دے مړ شوې بياهم د 291 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلې شوې دې۔
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر