نيويارك 09 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د زيارت په ورځ د پاكستان او فلپائن لخوا سپانسر شوے قرارداد په اتفاق سره منظور كړے شوے. په قرارداد كښې د مذهبونو او كلتورونو ترمېنځه د مكالمې په وده او د مقدسو مذهبي علاماتو د احترام په ضرورت زور راوړلے شوے. د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د قرارداد په حق كښې 139 رائے وركړے شوي، د قرارداد په ضد كومه رائے نه ده وركړې شوې. د قرارداد منظورې په مهال 9 هېوادونه غېر حاضر وو چې پكښې هند هم شامل ؤ.
مضمون کا ماخذ : estratégias para loteria