اسلام آباد24 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف په نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه برتانيه زور راوړې چې هغوي مقبوضه كشمير كښې د ناوړه وضعې خبر واخلي٬ او په هند دې د جمو كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو عملي كولو او د كشمير اولس بشري حقونو په احترام زور راوړلې شي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د برتانيې خارجه او دولت مشتركه چارو وزير بورس جانسن سره په وزيراعظم هاؤس كښې د ملاقات په مهال كړې۔وزيراعظم د برتانيې خارجه وزير د پاكستان وړومبۍ دورې ??رك??ے وكړو۔ وزيراعظم تهريسامے سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې پھ موقع ستمبر كښې نيويارك كښې د شوي ملاقات ذكر كولو سره وزيراعظم ووئيل زه راروان كال اسلام آباد كښې د برتانيې وزيراعظمې ??رك??ي كولو ته سترګې په لار يم ۔د وزيراعظم مېډيا آفس لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم ووئيل پاكستان برتانيه خپل نزدې او د باور وړ ملګرې ګڼي۔زمونږ دوه اړخيزه اړيكې په شريك تاريخ ٬كلتور اډانه دي۔ ده ووئيل پاكستان او برتانيه تجارتي اړيكې لري۔ده باور ښكاره كړو چې د دواړو هېوادونو په ګټھ به په خاص توګه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې رابطې لا قوي كولې شي۔ ?? ترهه ګرۍ په ضد نړيوال جنګ كښې د پاكستان كردار په ډاګه كولو سره وزيراعظم ووئيل پاكستان ?? ترهه ګرۍ نخښه پاتې شوے٬مونږ د 60 زرو نه د زياتو ځانونو قرباني وركړې او لويې اقتصادي زيان مو زغملې۔ ده ووئېل مونږ د آپشن په توګه نه بلكې په مونږ مسلط شوے جنګ كوو۔ وزيراعظم ووئيل ګاونډي هېوادونو سره نزدې او د مرستې اړيكې جوړول زمونږ د خارجه پالېسۍ بنيادي ترجيح ده۔ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې د افغانانو په مشرتابه كښې د بشپړ عمل ملاتړ كوي او په دې لړ كښې به د ټولو ګامونو مرسته كولې شي۔ ده ووئيل مونږ مقبوضه كشمير كښې د اوسنو پیښو او د هندي امنيتي ځواكونو د اړخه د بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو اندېښنه لرو۔پاكستان هند سره ټولې مسئلې د جدي خبرو اترو د لارې حل كول غواړي٬ ده ووئېل د جمو او كشمير مسئله د منطقې سلامتيا لپاره بنيادي خطر پاتې شوے٬د هندي امنيتي ځواكونو لخوا پھ لائن آف كنټرول د سيز فائر خلاف ورزيو په حقله ده ووئيل هند د نړيوالې ورورورلۍ پام د مقبوضه كشمير سخت صورتحال څخه اخوا كولو لپاره په لائن آف كنټرول تاؤ تريخوالي په قصد زياتوي۔په دې مهال د برتانيې خارجه وزير د وزيراعظم كردار ستائلو سره ووئيل برتانيه به منطقه كښې د پاكستان ملګرے وي٬ سيمه ايز امن٬استحكام او څوكالۍ لپاره د پاكستان هڅې ځانګړې دي۔ده ووئيل سي پېك يو پياوړې خوب دے كوم چې رښتيا كولې شي۔بورس جانسن اقتصادي استحكام لپاره د وزيراعظم د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل هغه به په جي اېس پي پلس سكيم كښې د پاكستان ملاتړ روان ساتي۔ده ووئيل د غېرت په نامه د قتل په اړه د بل په منظورۍ وزيراعظم ته مباركي وركوم او دا د اوسني حكومت يوه زړه پورې كاميابي ده۔خارجه وزير وزيراعظم ته باور وركړو چې هغه به د پاكستان معيشت بېلو څانګو كښې د برتاني سرمايه كار سرمايه كارۍ او كاروبارته قائل كړي۔ده ووئيل دا زما د پاكستان وړومبۍ دوره ده كومه كښې چې ما ته معلومه شوه چې پاكستان د يو عظيم او متحرك اولس غوره هېواد دے او نړيوالو سرمايه كارو لپاره غوره موقعې وړاندې كوي
نړيواله ورورولي او په خاص توګه برتانيه دې كشمير كښې د روانې وضعې خبر واخلي
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن