اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي په هېواد كښې پاكې، سپېځلې او آزادې ټاكنې كول د 22 كروړه اولس د سباٶن خبره ده، د تحريك انصاف حكومت په كال 2023م كښې په ټاكنو كښې سپېځلتيا پېدا كولو لپاره انتخابي اصلاحات او الېكټرانك ووټنګ مشين معرفي كولو لپاره هڅې كوي، اپوزيشن ګوندونو ته خواست كوو چې د منفي سياست كولو په ځائ په پارلمان كښې انتخابي اصلاحات لپاره مثبت كردار ترسره كړي. د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې علي محمد خان ووئيل وزيراعظم عمران خان زباني خبرې نه كوي، هغه په انتخابي نظام كښې سپېځلتيا پېدا كولو لپاره په عملي توګه هڅې كوي. ده د كركټ په تاريخ كښې نيوټرل اېمپائر معرفي كړے، دغسې اوس غواړي چې د اي وي اېم ټېكنالوجې د لارې ټاكنې وكړې شي. وزير مملكت ووئيل د ن ليګ رويه د مرورې اېنګور په شان ده، اپوزيشن ته بلنه وركوو چې په پارلمان كښې انتخابي اصلاحات لپاره خپل كردار ترسره كړي
د ن ليګ رويه د مرورې اېنګور ده، اپوزيشن له بلنه وركوو چې په پارلمان كښې انتخابي اصلاحات لپاره خپل كردار ترسره كړي. د پارلماني چارو وزير مملكت علي محمد خان نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج