شوركوټ 25 فروري(اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي هند ته خبردارے وركړے چې پاكستان كله هم كمزورے ونه ګنلے شي٬د پاك فضائيه څوك هم مقابله نه شي كولې٬پي اے ??ېف د فرورۍ په 27مه نېټه كال 2019 كښې د بالاكوټ په سيمه كښې د هند الوتكه رانسكورولو سره خپل اهليت ثابت كړے ٬د پاك فضائيه په كاركردګۍ زمونږ سر هسك شوے ٬پي اے ??ېف په ځوابي كاروائي كښې د پاكستان په حدود كښې د هند الوتكه رانسكوره كړې ٬د پاكستان هوائي ځواكونو په خپله كاركردګۍ خپل اهليت ثابت كړے د٬پي اے ??ېف ګڼ شمېر اتلان پېدا كړي ۔د دې خيالاتو څرګندونه صدر ډاكټر عارف علوي د زيارت په ورځ د پي اے ??ېف په رفيقي بيس د مېراج الوتكو 50مې سالګرې او كلر ايوارډز دستورې ته خطاب كښې وكړه۔په دې موقع چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف ماشل مجاهد انور خان هم موجود ؤ ۔د دستورې په مهال د خوږ وطن دفاع لپاره په ښه خذمات د پي اے ??ېف پخوانو او موجوده افسرانو او ټېكنيشنز ته ايوارډونه هم وركړے شول۔صدر ډاكټر عارف علوي دستورې ته د خطاب په مهال وويئل د تېرو څو كلونو په مهال بېلو مسائلو سره د مخ كېدو باوجود مونږ د اتفاق او اتحاد سبق زده كړے۔ده و??ئيل پاكستان هغه يو هېواد دے كوم چې الوتكې جوړوي او د ترهه ګرۍ ختمولو اعزاز هم لري او دا اعزاز د سپر پاورز پمشول نورو كومو هېوادونو ته ترلاسه نه دے۔ده و??ئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد كاميابي ترلاسه كړې ځكه چې زمونږ وسله والو او ځائې وګړو ډېرې قربانۍ وركړي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل د وزيراعظم عمران خان لخوا د امن وړاندېز باوجود د هند كردار د يو انتهاخوښي رياست دے ځكه چې په حقيقت كښې هند ته خطره ده چې پاكستان په هند بريد كولے شي۔صدر د پاك فضائيه د وياړ وړ كردار باندې رڼا اچولو سره د پي اے ??ېف د افرادي قوت كاركردګي وستائېله د كومې په سوب چې په ځينو څانګو كښې لارښودنه ترلاسه شوې ۔ده و??ئيل پي اے ??ېف اېم اېم عالم په ډول اتلان پېدا كړي۔ده د ايئر مارشل اصغر خان پيشه وره اهليت او ايماندارۍ ذكر هم وكړو۔په سياست كښې د ايئر مارشل اصغر خان د ناكامۍ سره د اتفاق نه كولو په بابله صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل په اخلاقي توګه هغه كامياب پاتې شوے۔ده و??ئيل پي اے ??ېف نړۍ ته ښكاره كړې چې هغوي د اهليت په اړه لاجواب دي ۔هغوي د قام په دفاع كولو خپل اهليت ثابت كړے۔ده د ښې كاركردګۍ څرګندونه كونكې ادارې مشر ايئر چيف ماشل مجاهد انور خان له مباركي وركړه۔ ده و??ئيل حكومت به د مارچ 23مې نېټې ك??نه دستوره كښې هم د خذمات په اعتراف ايوارډز وركوي۔صدر ووئيل معاشي پرمختګ او د بدعنوانۍ خاتمې پشمول ټولې اعشارې د دې خبرې عكاسي كوي چې انشاﺀ الله په يوه لسيزه كښې به پاكستان يو عظيم قام جوړ شي۔ده و??ئيل د كووېډ 19 په مهال پاكستان د خپل ډسپلن په س??ب د وبا له امله د ځپليو كسانو تحفظ لپاره كوټلي هڅې كړې
د صدر ډاكټر عارف علوي د پي اے اېف په رفيقي بېس د ميراج الوتكو 50مې سالګرې او كلر ايوارډز دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : پاور بال کی پیشن گوئی