اسلام آباد 23 جولائی(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئیلي دي چې قرباني یوازې د یو څاروي ذبح کول نه دي بلکه د دې مقصد لوړو اهدافو ترلاسه کولو له د انسان خپل خواهشات قرباني كول دي۔ حكومت د بېلو سكيمونو د لارې اولس ته ريليف وركوي۔ هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان به د پرمختللو هیوادونو سره څنګ په څنګ ودریږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د لويے اختر مناسبت سره خپل پېغام كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د لويے اختر د خوشحالۍ په موقعه ټول پاكستاني اولس او اسلامي نړۍ ته مباركي وركوم۔ هغه دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د پاكستاني اولس او د ټولې اسلامي نړۍ عبادات قبول كړي۔ هغه ووئيل لويے اختر د حضرت ابراهيم علېه السلام د اطاعت او د حضرت اسماعيل علېه السلام د منلو او رضا ياد په توګه لمانځلے شي۔ په ننۍ ورځ دغه عظيمو شخصيتونو د اطاعت او قربانۍ ځانګړې مثال وړاندے كړے ؤ۔ دا عمل پاك پروردګار ته دومره خوښ شو چې دا ئې تر قيامته د محمد علېه السلام امت لپاره د عبادت په حېث لازمي وګرځولو۔ هغه ووئيل د قربانۍ جذبه يو عالمګير حېثيت لرونكې جذبه ده۔ په نړۍ كښې كوم قام تر هغه وخت ترقي كولې نه شي تر كومې چې هغه د ايثار او قربانۍ جذبه نه لري۔ هغه ووئيل قرباني یوازې د یو څاروي ذبح کول نه دي بلکه د دې مقصد لوړو اهدافو ترلاسه کولو له د انسان خپل خواهشات قرباني كول دي۔ دا جذبه انسان كښې هغه صلاحيت رامخې ته كوي كوم چې په سختو حالاتو كښې هم انسان بې لارې كېدو ته نه وركوي۔ دا هغه جذبه وه چې له مخې ئې پاكستانې اولس د كورونا وائرس په ډول نړيوالې وبا څخه د حوصلې او قامي تګلارې په بنياد محفوظ پاتے شوے دے۔ هغه ووئيل خوږ هېواد چې كومو معاشي ستونزو سره مخ وو د پاك پروردګار په فضل او كرم اوس حالات بدل شوي دي۔ زمونږ معيشت په سم لوري روان شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت اقداماتو په نتيجه كښې د معاشي شمېرې د ډاډ وړ دي۔ د بېلو سكيمونو د لارې اولس ته ريليف وركولې شي۔ هغه ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې پاکستان به د پرمختللو هیوادونو سره څنګ په څنګ ودریږي او ټول پاكستانې اولس به د نړۍ وړاندې هڅكه غړۍ ولاړ وي۔ (GUL/MWA/1452)
د قربانۍ مقصد لوړو هدفونه ترلاسه کولو له د انسان خپل خواهشات قرباني كول دي۔ د لويے اختر په مناسبت د وزيراعظم عمران خان پېغام
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena