اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) د انډونيزيا نائب خارجه وزير او آسياء بحر الاكاهل او افريقائي چارو وزير عبدالقادر جېلاني وئيلي دي چې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) پليټ فارم د اقتصادي يوالي او د اسلامي نړۍ ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره موثره كردار لوبولې شي، انډونيزيا په آسيان هېوادونو كښې پاكستان لپاره ګېټ وے ثابتېدې شي۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خاص مركه كښې ده ووئيل او آئي سي د اسلامي هېوادونو ترمېنځه سياسي، سفارتي، كلتوري او اقتصادي مرستې او دوي يو بل ته نزدې كولو كښې اهم كردار لوبوي٬ د او آئي سي غړي هېوادونه اقتصادي او تجارتي مرسته زياتولو سره شريك اقتصادي او د سرمايه لوئې موقعې وركولې شي۔ ده ووئيل پاكستان او انډونيزيا د آبادۍ په لحاظ دوه لوي اسلامي هېوادونه دي چې مجموعي آبادي ئې 500 مېليونه ده٬ دا اقتصادي او تجارتي مرستې لپاره ممكنه منډۍ ده او دې سره د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې نوې لارې پرانستل كېدې شي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارتي حجم 2.6 اربه ډالره دے چې په كښې په سباٶن كښې د لا اضافې امكان دے ۔ ده ووئيل پاکستان او انډونيزيا د دوه اړخيزه اقتصادي، تجارتي، سفارتي، سياسي او كلتوري مرستې زياتولو لپاره كار كوي او په سباون كښې به په دې لړ كښې د مرستې نوې لارې پرانستې شي
د او آئي سي پليټ فارم د اقتصادي يوالي او د اسلامي نړۍ ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره موثر كردار لوبولې شي، انډونيزيا په آسيان هېوادونو كښې پاكستان لپاره ګېټ وے ثابتېدې شي۔ د انډونيزيا نائب خارجه وزير عبدالقادر جېلاني مركه
مضمون کا ماخذ : ہرکیولس اور پیگاسس