اسلام آباد 11نومبر (اے پي پي) پاکستان مقبوضه جمو او کشمير كښې د 5500 نورو اضافي هندي قابضو عسكرو په اوسني تعيناتۍ د اندیښنې څرګندونې سره وئيلي دي اضافي پوځ سره به د کشميريانو ستونزې نورې هم زياتې شي۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل د هند عسكرو په کشميريانو زيات ظلمونه كړې چې پكښې د پيلټ ګن كارول، جعلي مقابلو كښې د ماوراے عدالت قتل، جبري بې دركه كيدل ، نظر بندي ، تشدد او حراست كښې وژل شامل دې۔وياند ووئيل پاکستان په دې لړ كښې وړاندې څخه د نړيوالې ورورولۍ سره يو جامع ډوزئير شيئر کړے چې پكښې د هندي رياستي ترهه ګرۍ ، د بشري حقونو خلاف ورزو ، جنګي جرمونو او مقبوضه کشمير كښې د انسانيت په ضد د جرمونو تفصيلات وركړے شوي۔ مقبوضه کشمير كښې د دې اضافي عسكرو تعيناتي د نړۍ تر ټولو زيات ملټري زون، چرته چې وړاندې څخه 9 لکهه څخه زيات قابض عسكر موجود دي په مظلومو کشميريانو به د لا بربريت سبب وګرځي۔ پاکستان يو ځل بيا د هند څخه غوښتنه كړې چې مقبوضه کشمير كښې خپل بربريت او په رياستي سرپرستۍ كښې د روانې ترهه ګرۍ مخنيوے ،په سمدستي توګه د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او غير انساني عسكري محاصره ختمه کړي او د مقبوضه وادي وګړو له د خپلواكۍ خپل حق وركړي
پاکستان په مقبوضه جمو او کشمير كښې د 5500 نورو اضافي قابضو عسكرو په تعيناتۍ اندیښنه څرګنده كړه
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا